دوطن دګوند د شهیدانو پیغام
     پوهندوی دوکتور سید حسام (مل) پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)

د  وطن  د  ګوند  ملګرو   چیری  یاستیی ؟

د  یوی   آرمان   ملګرو   چیری  یاستیی ؟

له  قبرونو  مو  ټول  تاسو  ته   پیغام  دی

په غور واوری ای ملګرو چیری  یاستیی ؟

                      *

ځمونږ هډوکی  د ښمن  باسی  له  قبرونو

له    مزار   مو  ښکته    کیږی    بیرقونو

مونږ   په   تاسو   نازیدو   ګرانو  ملګرو

ځمونږ غږ واوری ملګرو چیری  یاستیی ؟

                      *

ځمونږ  کونډی ، یتیمان ټول  نهار ګرځی

ټول سوالګرشو په سرک  اوبازار ګرځی

تاسی  هم  د  هغو   اوښکی  پاکی  نکړل

سر ګریوان ته کړی ملګرو چیری یاستیی ؟

                     *

مونږ د ستا سو د آرمان  ټول  شهیدان  یو

له یو سره مونږټول پروت په قبرستان یو

مونږ ځانونه له یو  سره ټول قربان کړل

پت  مو  وساتیی  ملګرو  چیری  یاستیی ؟

                      *

مونږخبر شوچی ګروپونه مو جوړ کړی

د  وطن  ګوند  په  شعبو  مو ټول ویشلی

څوک چپه او څوک راسته خواته روان یاست

مونږ  نارام یاستو ملګرو چیری یاستیی ؟

                    *

 

که مو لاره وه صحیح ولی په  شا  شویی

څه   دپاره   یو  د  بل  ځنی  جدا   شویی

د     تاریخ     له    قضاوته     وویریږی

سره یو شیی  ای  ملګرو  چیری  یاستیی ؟

                      *

ها وعدی  چی  مو  خلکو ته وه ورکړی

ها  د ګوند  چی  ټول  مرام مو وه  منلی

په څه باندی سره ټول تیت او پرک شویی

مخ تورن  نشی  ملګرو    چیری  یاستیی ؟

                     *

د اشرارو واک اوس ټینګ دی په وطن

دافغان  زحمتکشان   دی   لوڅ  په   تن

نه   ډوډی  لری  نه  کور  لری  نه اور

لږ غیرت  وکړی ملګرو چیری  یاستیی ؟

                   *

د غلیم تر څنګ  هیڅ   مه  کیښنی  قرار

ټول  ځمونږ دی  قاتلین  واړه  په  شمار

په  وحدت  سره  غلیم نه  مو غچ واخلی

زرخوشحال موکړی ملګرو چیری یاستیی ؟

                   *

خپل  صفونه  سره  زر  ټول  برابر کړی

پاک آرمان  د شهیدانو  خپل تر سر  کړی

د  وحدت   او   اتفاق    لاسونه   ورکړی

ټول په  ځان راشی ملګرو چیری  یاستیی ؟

                   *

د     شعبو    او       ګروپونو     لیدرانو

لمړی  تاس و سره   کیښنی  خوږ  یارانو

خپل صفوف سره نژدی کړی زر تر زره

وخت  تیریږی پوه  ملګرو چیری یاستیی ؟

                   *

 

ګوند  له  سره  په کدرونو سره جوړکړی

ځانځانی  په یخ اوبو سره زر  سوړ کړی

د بی وزلو   آرمانونه   ټول  تر سر کړی

غفلت   مه کویی  ملګرو   چیری  یاستیی ؟

                    *

سنګر  مه    پریږدی   غلیم   ته  عزیزانو

سره   یو  شی    د یوی  لا ر   راه رویانو

مونږه پریږدی چی آرام په ګورکی اوسوو

بریالی   اوسیی   ملګرو   چیری   یاستیی

                    *

ځمونږ  مزار  بیا  له سره ټول ګلزار کوی

د  وحدت  د  ګل ګیډی  مو   په مزار کړی

رڼا   ورځ   پر غلیم   باندی   ماتم  کړی

حرکت  .وکئ    ملگرو   چیری   یاستیی ؟

                  

                          جرمنی  10-8, 2008 


May 18th, 2008


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان